روسيې او اوکراين د يو او بل پر نظامي اډو د بريدونو ادعاوې کړې
CMG2023/08/13 11:35:38
شريکول:

د روسیې دفاع وزارت د اګست په ۱۲مه نېټه د اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې  پوځ يې د کوپيانګسک، کراسني ليمان او دونيټسک له څو لوريو د اوکراين د پوځ بريدونه په شا تمبولي، د هغوی ټانکونه، رادار سيستم په شمول يو شمېر هدفونو او د نظامي پوځ هوايي ډګر ته يې ضربه ورکړې ده. دغه راز د روسیې هوايي پوځ د اوکرايني پوځونو د څو بي پيلوټه الوتکو د بريدونو مخه نيولې ده.

په همدې ورځ د اوکرايني پوځ عمومي قومندانۍ هم د اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې ځواکونو يې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ميليتوپول او بيرديانسک له لوريو د روسیې بريدونه په شا وتمبول او د روسیې پوځ پر اډې يې هوايي بريد وکړ او د دغه هېواد د پوځ د هوايي دفاعي توغنديو سيستم ته يې ضربه ورکړې ده.