سعودي په فلسطين کې په لومړي ځل خپل سفير وټاکه
CMG2023/08/13 10:10:03
شريکول:

په اردن کې د سعودي عربستان لوی سفير نایف سودري د اګست په ۱۲ مه نېټه په عمان کې د فلسطين په سفارت کې د ډيپلوماتيکو چارو لپاره د فلسطين د ولسمشر محمود عباس سلاکار مجيدي الخالدي ته د باور ليک وړاندې کړ. نوموړی به  په فلسطين کې هم د سعودي عربستان د لومړي لوی سفر په توګه دنده پيل کړي. دا لومړی ځل دی چې سعودي په فلسطين کې خپل لوی سفير ټاکي.

مجيدي الخالدي په خپلو خبرو کې وويل، چې فلسطين د سعودي د لوی سفیر هرکلی کوي او ټاکل کېدل يې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ اړيکې پیاوړې کوي