د چین د تایوان چارو دفتر ویاندې جو فنګ لیان د اګست په ۱۳مې نېټې په يوې خبري غونډې کې له امریکې څخه د تایوان د مرستیال مشر لای چینګ ده د ترانزيټي سفر په اړه د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې بېجينګ د لای چینګ ده له داسې کړنو سره کلک مخالفت کوي، چې د امريکې په ملاتړ له چین څخه د تایوان د جلا کېدو په پار ناوړې هڅې کوي.
چین د امریکې له داسې کړنو سره هم کلک مخالفت ښودلی، چې د تايوان بېلتون غوښتونو ته ملاتړ برابروي او خپلواکۍ ته يې هڅوي.
جو فنګ لیان ويلي، له چین څخه د تایوان جلا کول به د تایوان تنګي سوله ییز پرمختګ ټکنی او په وينا يې، د تایوان بېلتون غوښتونکو کړنې به یوازې تایوان ته ګواښ پېښ کړي، چې دا د سولې، پرمختګ او همکاريو په اړه د تایوان ځايي وګړیو له هيلو سره هم ټکر لري. (هیله)