د کمبوډيا منتخب صدراعظم هونګ ماني له وانګ يي سره وکتل
CMG2023/08/14 12:06:57
شريکول:

د کمبوډيا منتخب صدراعظم هونګ ماني د اګست په ۱۳مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې پنوم پنه کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو له غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلی او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

هونګ ماني په کمبوډيا کې د سولې او ثبات د ټينګښت اصلي لامل د چين ځواکمن ملاتړ یاد کړی او د کمبوډيا چټک پرمختګ يې د چين له بې غرضه مرستو پسې تړلی بللی دی.هونګ ماني له چين څخه مننه کړې، چې له کمبوډيا سره يې هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو ته ډېر اهميت او پرله پسې پرمختګ يې ورکړی دی.

نوموړي ويلي، چې د کمبوډيا نوی حکومت به چين سره دوستۍ ته وده ورکړي او په دې برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او په وينا يې، کمبوډيا به د يو چين پېژندنې اصل ټينګ وساتي.

وانګ يي د کمبوډيا د نوي مشرتابه ټيم د مشر په توګه د هونګ ماني د ټاکلو په پار مبارکي وويله.

 نوموړي ويلي، حقيقتونو په ډاګه کړې، چې د چين په اړه د کمبوډيا دوستانه سياست د دغه هېواد له بنسټيزو او اوږدمهالو ګټو سره سمون لري او په وينا يې، چين غواړي د کمبوډيا له نوي حکومت سره نژدې اړيکې ټينګې کړي او د دواړو اړخونو تر منځ د ګډ برخليک د لوړ کيفيت، لوړې کچې او لوړ معيار لرونکې ټولنه جوړه کړي.

 (ژباړه: شکريه)