د ايران د مرکزي بانک رئيس محمد رضا فرزين د اګست په ۱۲ مې نېټې ويلي، چې په کوریا جمهوریت يعنې جنوبي کوريا کې د ايران د ۶ ميليارډو امریکايي ډالرو په ارزښت کنګل شوې شتمني خوشي شوې ده.
ايران او امريکا څه موده مخکې د زندانيانو په تبادلې هوکړه کړې وه، چې د ايران د کنګل شتمنۍ د خوشي کولو په ګډون ځيني نور محتويات هم پکې شامل دي.
د جنوبي کوريا هيرالډ او د ايران وای جې سي نيوز په ګډون یو شمېر خبري رسنيو د اګست په ۱۳ مې نېټې خبر ورکړی، چې ښاغلي فرزین په ۱۲ مې نېټې پر ټولنيزو رسنیو ويلي، چې په جنوبي کوريا کې د ايران کنګل شوې شتمني خوشي شوې ده.
فرزين ويلي، چې د ايران دغه شتمني به د درېيم هېواد(قطر) د بانک له لارې پر يورو تبادله او په قطر کې به د ايران شپږو بانکونو ته وسپارل شي او د هغو توکو په اخيستلو کې به ولګول شي، چې د لوېديځ د بنديزونو په لېست کې شامل نه دي.
زرینه.