ملګرو ملتونو د اګست په ١١مې نېټې خبر ورکړی، هغه ۵ کارکوونکي يې، چې تېر کال د يمن په جنوب کې د القاعدې له خوا تښتول شوي وو، خوشې شوي دي.
ياد کسان د یمن او بنګلادېش اتباع دي او روغتيا یې د ډاډ وړ ښودل شوې ده.
دغو کسانو د ملګرو ملتونو د خوندیتوب او امنیت ادارې کې کار کاوه.
دوی د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې د يمن په ابین ولایت کې خپلې چارې بشپړې کړې او وروسته د دغه هېواد عدن ښار ته پر لاره وو، چې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول.
د یمن د بشردوستۍ چارو په اړه د ملګرو ملتونو همغږی کوونکي داوید ګریسلي ويلي وو، چې د ملګرو ملتونو ياد کارکوونکي د القاعدې د عربي ټاپووزمې ډلې له لوري تښتول شوي دي.
د القاعدې د عربي ټاپووزمې ډله په یمن کې د دغه سازمان فرعي څانګه ده.