د سوډان فورم ويبپاڼې د اګست په ۱۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هيواد د جنوبي دارفور ايالت په نيالا ښار کې قبایلي وسلې والې شخړې شوي، چې له امله يې نږدې ۵۰ کسان وژل شوي دي.
ځايي خبري رسنۍ وايي، چې د سوډان دوه ځايي قبيلې د څارويو د نيولو پر سر وسله واله شخړه کړې، چې له امله يې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي.
رسنۍ وايي، چې ياده شخړه لا هم روانه ده او د نيالا ښاري سيمې څخه خلک تښتيدلي دي.
د سوډان سوله وال پوځ او چټک ملاتړ کوونکي پوځ هم د اګست په ۱۳مې نېټې په نيالا او پلازمينه خرطوم کې خپلمنځي نښتې ته دوام ورکړ.