د امریکې د هاوايي ایالت د ماويي ولسوالۍ ځايي ادارې د اګست د ۱۳مې نېټې په سهار خبر ورکړی، چې په ماويي ټاپو کې د ځنګلي اور لګېدنې له امله ۹۳ تنه وژل شوي دي.
خبر وايي، د پولیهو په نوم دغه ځنګلي اور د اګست په ۱۲مه کنټرول شوی او اوس د اطفائیې مامورین په لاهاینا او وپکونتري ماويي کې د ځنګلي اور په کنټرولولو بوخت دي.
دغه اور لاهاینا ولسوالي پوره سوځولې او په نږدې نورو ولسوالیو کې يې ۱۹ ودانۍ سوځولې دي.
(هیله)