د جاپان اوکیناوا نړیوال پوهنتون له امريکا څخه غوښتي، چې د فوتنما پوځي اډه وتړي
CRI2023/08/14 15:13:57
شريکول:

د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه له نن څخه ۱۹ کاله وړاندې، د اګست په ۱۳ مې نېټې د جاپان په اوکیناوا نړیوال پوهنتون کې نسکوره شوه.

په دغه پوهنتون کې د روان کال د اګست په ۱۳مې نېټې لاريونونه شوي او لاريونوالو په جاپان کې د امريکا د پوځي اډې له لوري د رامنځته شوي شور، ککړتيا او د خونديتوب د خطرونو پر ضد شعارونه ورکړي دي او له امريکا يې غوښتي، چې سمدستي په دغه هېواد کې فوتنما پوځي اډه وتړي.

روکيو شينپو((Ryukyu Shinpo)) ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د اوکیناوا  نړیوال پوهنتون مشر ایکن مایزو هم په دغه لاريون کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې د جاپان او امریکا حکومتونو ۲۷ کاله مخکې د اوکیناوا خلکو ته د فوتنما اډې د سپارلو هوکړه کړې وه، خو سیمه ییز وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی.

لاریون کوونکو ويلي، چې جاپانيان باید د امریکايي پوځي الوتکې د غورځېدو پېښه هېره نه کړي.

د اوکیناوا نړیوال پوهنتون پلان لري، چې په يو لیک کې د جاپان له لومړي وزیر فومیو کیشیدا او په دغه هېواد کې د امريکا له سفیره وغواړي، چې د فوتنما اډې الوتکې بیا پورته نه کړي او دغه اډه دې وتړي.

 (ژباړه: شکريه)