د چین سږنی د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون به د سپتمبر په ۲مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي
CMG2023/08/14 14:54:09
شريکول:

د چین د ۲۰۲۳م کال د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون مطبوعاتي فعالیت "زه د خدماتي سوداګرۍ په نړیوال نندارتون کې ستاسو په تمه يم" تر عنوان لاندې د اګست په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. په دې فعالیت کې په ډاګه شوه چې د ۲۰۲۳م کال د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون به د سپتمبر له ۲مې څخه تر ۶مې نېټې پورې د چین د ملي کنفرانس په مرکز او شو ګانګ صنعتي پارک کې ترسره شي.

دا معلومه ده چې د ۲۰۲۳م کال د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون اصلي موضوع "پرانیستنه ده چې د پرمختګ لامل کېږي او په راتلونکي کې د همکارۍ له لارې د ګډو ګټو تر لاسه کول دي. د دغه نندارتون پراخوالی به د ۱۵۵ زرو مربع مترو ته ورسېږي او په کې به د مخابراتو، کمپیوټر او معلوماتي خدماتو، مالي خدماتو، کلتوري او سیلانیزو خدماتو، تعلیمي خدماتو، ورزشي خدماتو، د اکمالاتو سلسله او سوداګریزو خدماتو، د پروژو مشورتي او ساختماني خدماتو، روغتیايي او طبي خدماتو او د چاپېریال ساتنې خدماتو په ګډون ۹ موضوعات برابر او ترسره شي.

بېلابېل اړوند نندارتونونه به د اړینو چارو د پرمختګ مهم تمرکز وکړي، د بېلګي په توګه، د AI یا مصنوعي ځرکتیا تخنیک، مصرفي برېښنایي خدمات، غیر مادي کلتوري میراث، پولي ټېکنالوژي، ډیجیټلي کلتوري سیلانیزې چارې او داسې نور.

برېټانیا به د سږ کال د خدمتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون د عمده مېلمه هېواد په توګه تر ټولو لوی ګډون کوونکی پلاوی جوړ کړي. ۷۵ هېوادونه او نړیوال سازمانونه به د ملي حکومتونو یا مرکزي دفترونو په نوم حضوري نندارتونونه تر سره کړي. د چین د ٣١ ولايتونو، خپلواکو سيمو او ښارونو، د شينجيانګ د توليد او جوړونې سيمې او هانکانګ، مکاو او تایوان تصدۍ به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي او د ګډون کوونکو تصدیو شمېر به ۱۸۶۸ ته ورسېږي.  

په عين وخت کې د چین د ۲۰۲۳م کال د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون به هم د نړيوالې خدماتي سوداګریزې سرمشريزې، ترويج او خبرو اترو او د لاسته راوړنو د خپرونې په ګډون ۶ ډوله فعاليتونه تر سره کړي او د فورمونو او غونډو شمېر به ۲۰۲ ته ورسېږي.

د چین د سوداګرۍ وزارت به د خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ په اړه یو لړ سرمشريز فورمونه جوړ کړي او د چين د خدماتي سوداګرۍ د پرمختګ په اړه به راپور خپور کړي. د چین حکومت به له ملګرو ملتونو سره د بېجينګ د بېړيو د حقوقي خرڅلاو د تړون د لاسليک مراسم او اړوند فورمونه تر سره کړي او له بېلابېلو هېوادونو څخه به څه دپاسه ۶۰ مېلمنو ته بلنه ورکړي چې په یادو فعالیتونو کې ګډون وکړي.  

د چین د ۲۰۲۳م کال د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون به د پایلو چارې تنظیمې کړي. تر اوسه پورې، له ۷۰ څخه ډېر مشهورې تصدۍ او ادارې به په نندارتون کې د سمارټ فایل خدماتي مرکزونه او نور لاسلیک شوي همکاریزې هوکړه‌لیکونه او د چارو د پرمختګ راپورونه خپاره کړي.

له ۲۰۱۲م کال راهيسې، د چین د خدماتي سوداګرۍ نړیوال نندارتون د ۱۹۶ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ۶۰۰ زره ګډون کوونکي تصدۍ او څه دپاسه ۶۰۰ بهرنيو سوداګريزې ټولنې او سازمانونه شامل او تنظیم کړي چې په دغه نندارتون کې یې ګډون کړی دی. په ۲۰۲۰م کال کې د دې نندارتون د کیفیت له لوړولو راهیسې، دا په نړۍ کې د خدماتي سوداګرۍ په برخه کې تر ټولو لوی جامع نندارتون او د نړیوالو خدماتو نړیوال عامه محصول ګرځېدلی دی.