د ګوادر بندر پروژې په اړه د چیني انجينرانو کاروان د اګست د ۱۳مې نېټې د سهار په ۹ بجو او ۱۷ دقیقو له ګوادر هوايي ډګر څخه بندري سیمې ته د تګ په حال کې و، چې د سړک غاړې بمي چاودنه پرې شوې او وروسته ډزې پرې شوې دي.
د خوښۍ خبر دی، چې په دغه بريد کې هيچا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
په کراچۍ کې د چین عمومي کونسلګرۍ دغه ترهګریز برید سخت غندلی او له پاکستاني ځواکونو يې غوښتي، چې ياد بریدګر ونیسي او سخته سزا ورکړي.
د چین عمومي کونسلګرۍ د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په دغه هېواد کې د چیني اتباعو، ارګانونو او پروژو د امنیت ساتلو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
(هیله)