د پاکستان د سنا مجلس مخکيني غړي انوار الحق کاکړ د اګست په ۱۴مې نېټې د دغه هېواد د سرپرست لومړي وزیر په توګه رسمي لوړه وکړه. نوموړی به ډېر ژر د پاکستان سرپرست کابېنه جوړه کړي.
انوار الحق کاکړ د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر عارف علوي په حضور کې لوړه وکړه.
د نوموړي د لوړې مراسمو کې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر محمد شهباز شریف، د سنا مجلس رئیس صادق سانجراني او د پارلمان مشر راجه پروېز اشرف په شمول ځينو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ د اګست په ۱۲مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر عارف علوي هغه سند لاسليک کړی، چې له مخې به یې انوار الحق کاکړ د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر په توګه دنده پر غاړه واخلي.
انوار الحق کاکړ د بلوچستان اوسيدونکی دی او په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان د سنا مجلس غړی ټاکل شوی دی.
(هیله)