روسیه: د ناروې د پوځي الوتکې د تېري مخه مو نیولې
CRI2023/08/15 10:44:59
شريکول:

د روسیې دفاع وزارت د اګست په ۱۴مې نېټې خبر ورکړی، چې يوې جنګي الوتکې يې د دغه هېواد په سرحد کې د ناروې د یوې پوځي الوتکې د تېري مخه نیولې ده.

خبر وايي، چې روسي ځواکونو په همدې ورځ د بارنټس سمندر دپاسه د هېواد قلمرو ته نږدې موخه پيدا کړې او سمدستي یې يوه (MiG-29) جنګي الوتکه ورلېږلې او د ناروې د هوايي ځواک (P-8A) څارګره الوتکه يې کشف کړې ده.

خبر وايي، چې د روسي هوايي ځواک د يادې الوتکې په ورتګ ناروېژۍ څارګره الوتکه له سیمې وتلې ده.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې جنګي الوتکې يې په دغه بهیر کې نړیوال مقررات پوره مراعات کړي دي.

 (هیله)