د نایجر کودتا کوونکي پوځ د اګست د ۱۳مې نېټې په شپه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر محمد بازوم به د ملي خیانت په تور محاکمه کړي.
په اعلامیې کې راغلي، چې د نايجر پوځي حکومت ډېر شواهید راغونډ کړي، چې محمد بازوم يې باید ځواب ووايي.
اعلاميه وايي، چې محمد بازوم او ملګرو يې د نايجر کورني او بهرني امنيت ته زيان رسولی او د هېواد او نړیوالې ټولنې اړوندو ارګانونو ته به یې پر ضد دعوا وړاندې کړي. (هیله)