شي جين پينګ په چيو شي مجلې کې د چيني شکله عصري کېدو په اړه لېکنه خپره کړې
CMG2023/08/15 16:26:33
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۱۶ مې نېټې د دغه هېواد په «چيو شي» مجلې کې يوه لېکنه « د چيني شکله عصري کېدو بهير د چين د ابادۍ او د چيني ملت د بيا سمسورتيا پراخه لاره ده» خپره کړې ده.

شي جين پینګ په دغې ليکنې کې ويلي، که کوم هېواد غواړي ځان عصري کړي، نو خپله لاره باید د عصري کېدو د عامو مقرراتو له مخې وټاکي او د دې ترڅنګ باید خپلو واقعي حالاتو ته په کتو مناسبه لاره غوره کړي.

 نوموړي په دغې لېکنې کې د چيني شکله عصري کېدو د بهير ۵ ځانګړتياوې داسې بيانې کړې دي.

۱ـ  د چيني شکله عصري کېدو بهير کې ګڼ نفوس ګډون لري او له ګټو څخه يې ټول برخمن کيږي.

 ۲ـ  په دغه بهیر کې ټول ولس په ګډه شتمنېږي.

 ۳ـ  د چيني شکله عصري کېدو بهير کې ټول مادي او مدني تمدنونه يو له بل سره په همغږۍ مخ ته ځي.

۴ـ په دغه بهیر کې انسانان له طبيعيت سره په همغږۍ ژوند کوي.

۵ـ د چيني شکله عصري کېدو بهير د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کوي.