د مصر، اردن او فلسطین مشرانو د فلسطین او اسرائیل پر مسئلې خبرې کړي
CRI2023/08/15 10:34:35
شريکول:

د مصر، اردن او فلسطین مشرانو د اګست په ۱۴مې نېټې د مصر په شمالي ښار نوي الامین کې یوه ناسته ترسره کړې او د فلسطين او اسرائيل پر مسئلې يې بحث کړی دی. د يادو هېوادونو مشرانو د اسرائيل لخوا د فلسطیني خاورې د نیونې پای ته په رسېدو ټينګار کړی او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سوله ییزو خبرو د پېل غوښتنه يې کړې ده.

دوی پر دې هم ټینګار کړی، چې اسرائیل باید د نړیوالو قوانینو، د بشردوستۍ نړیوال قانون، نړیوال تړون او د تفاهم تړون له مخې خپله دنده پر غاړه واخلي او خپلې ژمنې باید پوره کوي.

يادو مشرانو له اسرائيل غوښتي، چې د اردن سیند په لوېديځې غاړې کې پر نیول شوي ښار او فلسطینیانو بریدونه او پر غزې بندیزونه پای ته ورسوي او د فلسطین ګنګل شوې پانګې دې خوشې کړي.

(هیله)