شي جين پينګ د ايکلوژيکې ملي ورځې په مناسبت چيني ملت ته مهم هدایت او لارښوونې کړي
CMG2023/08/15 16:20:55
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د لومړۍ ايکلوژيکې ملي ورځې په مناسبت چيني ملت ته مهم هدایت او لارښوونې کړي دي.

 نوموړي وويل، د ايکلوژيکي تمدن د ابادۍ چارې د چيني ملت په پرمختګ او د کمونېست ګوند په دندو پسې تړل شوي او د خلکو پر ژوند او ګټو اغېزې کوي.

نوموړي ويلي، چې چيني ملت باید د سوسياليزم د عصري کېدو په نوي بهير کې د ايکلوژيکي تمدن د هراړخيزې ابادۍ پر ستراتيژيک لوري ټينګار ولري او باید د باکيفيته پرمختګ او په لوړې سويې د چاپېريال ساتنې له لارې پرمختګ وکړي.

شي جين پينګ هېله ښودلې، چې چيني ملت د "زرغون غرونه او پاکې اوبه د سرو زرو په څېر ارزښت لري " نظريه خپره او عملي يې کړي او د پاکې او ښکلې نړۍ د جوړولو لپاره مهم خدمتونه وکړي.

د چين د لومړۍ ايکلوژيکي ملي ورځې لمانځغونډه د اګست په ۱۵مې نېټې د جه جيانګ ولايت په هو جو ښار کې تر سره شوه.

د دغې لمانځغونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د دولتي شورا مرستيال صدراعظم دينګ شوي شيانګ هم ګډون کړی و او چيني ملت ته يې د شي جين پينګ پيغام او مهم هدايت وړاندې کړل.