د افغانستان د لنډمهالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستيو کې په کندهار کې يوې غونډې ته وويل، چې حکومت يې له چین سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ډېر ارزښت ورکوي او د افغانستان په مسئله کې د چین د رول ستاینه کوي.
مجاهد وويل: " له چين سره زمونږ اړيکې ډېرې مهمې دي او مونږ ورته ډېر اهميت ورکوو، په ځانګړې توګه په اقتصادي او ډيپلوماتيکو برخو کې د افغانستان مسئلې په اړه د چين دريځ د ستاينې وړ دی. "
ذبیح الله مجاهد وويل، چې چين په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي اصولو پر بنسټ د افغانستان په سوله ييزې بيارغونې او د سيمه ييزې سولې او ثبات په رامنځته کولو کې فعال رول لوبولی دی.
" چين په نړيواله کچه د افغانانو غږ پورته کړی، مونږ د چين د هڅو ستاينه کوو او له چين څخه مننه کوو."
د مجاهد په وينا، چې کله هم افغانستان د بیارغونې په برخه کې له ستونزو او طبيعي پېښو سره مخ شوی، نو چين ورسره پر وخت بشري مرستې کړې دي.
مجاهد وويل " د افغان ولس د ستونزو او ناورينونو پر وړاندې د چين خواخوږي او مرستې تر لاسه کړې دي، د چين له خلکو څخه مننه! "
(ژباړه: شکريه)