د خوست ولایتي ادارې د اګست په ۱۴مې نېټې په یوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې ولایت د مرکز خوست ښار په یو هوټل کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
په اعلامیې کې راغلي، چې د چاودنې پرمهال په دغه هوټل کې ځايي وګړي او ځينې وزیرستاني کډوال موجود وو.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
(هیله)