د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اګست په ۱۴مې نېټې د امريکا او ايران د اړيکو او سيمه ييزو حالاتو په اړه په يوې خبري ناستې کې ويلي، چې ایران د بندیانو د تبادلې او د ځینو بهرنیو شتمنیو د خوشې کېدو په برخه کې د امریکا له حکومت څخه لازم ضمانتونه اخيستي دي.
کنعاني ويلي، چې د امريکا د یو اړخیزو بندیزونو له امله په نورو هیوادونو کې د ایران ځینې شتمنۍ کنګل شوې دي.
د نوموړي په وينا، د ايران او امريکې د خبرو اترو دغه پړاو کابو دوه کاله دوام وکړ او په وينا يې، د ایران د بهرنیو شتمنیو د خوشې کولو او د ایراني بندیانو د ازادولو بهیر به د دواړو خواوو د اټومي تړون په چوکاټ کې بشپړ شي.
کنعاني ويلي، که څه هم يادې مسئلې د ایران د اټومي تړون د پلي کولو له خبرو اترو سره مستقیم تړاو نه لري، خو په وينا يې، اغېز پرې لرلی شي.
(ژباړه: شکريه)