د برېکس هېوادونو د مشرانو پنځلسمه غونډه به تر سره شي
CMG2023/08/16 10:42:14
شريکول:

ټاکل شوې، د برېکس هېوادونو د مشرانو پنځلسمه غونډه به د اګست له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۴مې نيټې پورې د جنوبي افريقا په جونيسبورګ کې تر سره شي.

د کينيا د پرمختيایي هېوادونو د ډيالوګ اجرائيوي مسؤل اندګوا په وروستيو کې له سي اېم جي سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې د يادې غونډې ګډونوال به پر ډېرو مهمو موضوعاتو بحث وکړي.

نوموړي د دې غونډې د پاملرنې وړ موضوع د برېکس هېوادونو پراخوالی بللی دی.

اندګوا ويلي، د نړۍ ډېر هېوادونه غواړي، چې په دغه ميکانيزم کې برخه واخلي او په وينا يې، د نړۍ پرمختيایی هېوادونه ترې د برياليو او ښو تجربو زده کړه کوي او چمتو دي چې د پرمختګ راتلونکي پړاو ته داخل شي.

نوموړي زياته کړې، چې په يادې غونډې کې د چين ګډون د پاملرنې وړ دی او په خبره يې، چين د زياترو پرمختيايي هېوادونو د هيلو استازيتوب کوي او د دې ميکانيزم د جوړېدو په بهير کې يې د انجن په څېر رول لوبولی دی.