د مسکو د سږنۍ نړیوالې امنيتي غونډې منځپانګه پر څو قطبيزې نړۍ ورټوله وه
CMG2023/08/16 09:58:58
شريکول:

د مسکو يوولسمه نړیواله امنيتي غونډه د اګست په ۱۵ مې نېټې د روسيې د مسکو ایالت په کوبينکا ښار کې ترسره شوه .

د يادې غونډې د پيل مراسم ((په څو قطبيزې نړۍ کې واقعي نړيوال امنيت )) په عنوان ترسره شول او ګډونوالو يې پکې د اسيا، افريقا، منځني ختيځ، لاتيني امريکا او اروپا په ګډون د سيمو پر امنيت بحثونه وکړل او د هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او د نړيوال او سيمه ييز امنيت او ثبات په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د غونډې د پيل مراسمو ته په وينا کې وويل، چې نړۍ د څو قطبي کېدو په حال کې ده، زياتره هېوادونه غواړي چې خپل ملي حاکمیت، ملي ګټې، دودونه، کلتور او د ژوند شکل وساتي او په خبره يې، په نړۍ کې نوي اقتصادي او سياسي مرکزونه مخ په پیاوړې کېدو دي، چې دا نه يوازې د نړۍ د ثبات او دواملرونکي پرمختګ لپاره مهم بنسټ برابروي، بلکې د ټولنيزو، اقتصادي، تخنيکي او ايکولوژيکي ستونزو د عادلانه حل او د خلکو ژوند د کيفيت او ګټو د زیاتولو مهم اساس هم د ی.

د معلوماتو له مخې، په يادې يوې ورځنۍ غونډې کې د نړۍ د ۷۰ هېوادونو څه باندې ۸۰۰ استازو ګډون کړی و.