د امريکا د بنديزونو له امله د افغانستان بيارغونه له ستونزو سره مخه ده
CMG2023/08/16 15:14:48
شريکول:

د اګست په ۱۵مه نېټه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سرپرست حکومت د دوه کلنې واکمنۍ د نمانځنې په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول. د ۲۰۲۱م کال په همدې نېټه د امريکا او ناټو په مشرۍ متحد ځواکونه ټول له افغانستان څخه وتلي او د افغانستان سرپرست حکومت د دغه هېواد واک تر لاسه کړی دی.

د افغانستان د سرپرست حکومت د دوه کلنې واکمنۍ د يادونې ورځې په درشل کې د دغه هېواد په زياتو ښارونو کې رنګین څراغونه او بيرغونه راځړېدلي او په همدې ورځ په کابل کې د نمانځنې ځانګړې ننداره ترسره شوې. سرپرست حکومت د همدې ورځې په سهار بېرته کابل ته د راستنېدو د دوېيمې کليزې اعلاميه خپره کړې او په ټينګه يې ويلي، چې ملي خپلواکۍ او ازادۍ ته د هېڅ تېري کوونکي ګواښ نه مني.

د يادو مراسمو ځينو ګډونوالو له  چين ميډيا ګروپ سره مرکه کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شتون پر مهال دغه هېواد له سختې امنيتي خلا سره مخ و. د دغه لاريون يوه ګډونوال خبريال ته ويلي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانستان امنيت خوندي شوی او دغه شان امنيتي وضعيت ښایي په تېرو څلوېښتو کلونو کې نه و ټینګ شوی.

اوسمهال افغانستان د اقتصادي بيارغونې په هڅه کې دی، خو ورباندې د امريکا د يواړخيزو بنديزونو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

ملګرو ملتونو په يوه راپور کې اټکل کړی، چې په روان ۲۰۲۳م کال کې د افغانستان نژدې ۳۰ ميليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري او دغه رقم د تاريخي ريکارډونو په پرتله لا زيات دی. افغانستان د 4.6 ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په اندازه د بشر دوستۍ مرستو ته اړتيا لري، خو د سږ کال تر اپرېل پورې يوازې د يادې اندازې له ۵ سلنې څخه کمې پيسې راټولې شوې دي. د مرستندويه پيسو د کمبود په حال کې، امريکا لا هم بېرته افغانانو ته د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شويو پيسو ورکول رد کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان مرکزي بانک د نژدې ۹ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت بهرني اسعار لري، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۷ ميليارډه ډالره د امريکا په بانکونو کې ساتل شوي او د افغانستان د واک له بدلون وروسته دغه پيسې کنګل شوې دي. د دغه وضعيت له امله د افغانستان بانکي سيستم په يوه موده کې سقوط ته نژدې شوی او ځايي سوداګر په نړيوالو تجارتي معاملو کې د تاديې له ستونزې سره مخ و.

زياتو افغانانو د امريکا د دغې ناوړې کړنې ضد احتجاج ښودلی. د کابل د مراسمو يوه ګډونوال خبريال ته وويل، چې امريکا بايد د افغانستان کنګل شوې پيسې خوشې کړي، ځکه دغه پيسې د ټولو افغانانو دي. يوه بل ګډونوال وويل، چې امريکا د ټولو افغانانو په مقابل کې ده. زه له نړيوالې ټولنې څخه غواړم چې امريکا بايد سمدلاسه پر عامو افغانانو ظلم بند کړي او د افغانستان کنګل شوې پيسې دې خوشې کړي.

د افغانستان ځايي کارپوهانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې د بنديزونو له امله رامنځته مسئلې ښايي د خلکو د ژوند پر بېلابېلو برخو منفي اغېزې وکړي. پر مداومې اقتصادي او بازاري کمزورتيا بر سېره، منفي اغېزې به يې د طبي چارو او روغتيا په شمول نورو زياتو برخو ته پراخې شي او د ځايي خلکو ژوند به لا سخت کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې د افغانستان وضعيت په دغه هېواد کې د امريکا د پوځي چارو، سياست او د ترهګرۍ ضد مبارزې هراړخيزه ناکامي څرګندويي کوي او يو ځل بيا يې دا ښودلې، چې د بهرنيو هېوادونو پوځي لاسوهنه، سياسي نفوذ او تش په نوم ډيموکراټيک اصلاحات بې ځايه دي او يوازې د ګډوډۍ او ناورينونو سبب به وګرځي. نوموړي زياته کړه، چې اړوند هېوادونه بايد د افغانستان له وضعيت څخه درس واخلي، دغه هېواد ته دې خپلې شوې ژمنې پلې کړي او تامين دې وکړي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې پيسې ژر د افغانانو د ژوند بېړنۍ او اړينې اړتياوې پوره کړي.