د چينايانو د مصرفي جوړښت بدلونونو د نړيوالو تصديو لپاره نوي پرمختيایي فرصتونه برابر کړي دي.
د چين حکومت د اګست په ۱۵مې نېټې یو لړ اقتصادي شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د د دغه هېواد اقتصاد د بيا احيا په حال کې ښودل شوی او په دې جمله کې يې خدماتي مصرف د پاملرنې وړ ټکی دی.
په چين کې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې د خدماتي چارو د خرڅلاو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل اعشاريه درې زيات شوی او په همدې موده کې د ټولنيزو مصرفي توکو د خرڅلاو عمومي ارزښت يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷ اعشاريه درې زياتوالی ښودلی دی.
مصرف د اقتصادي پرمختګ کليدي انجن بلل کيږي. اوسمهال د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا کمزورې ده، خو د چين مصرفي بازار د اعاده کېدو په حال کې دی، چې دا به نړۍ ته زیات فرصتونه برابر کړي.
پخوا د چین عمده مصرفي جوړښت د توليداتو اخيستلو پورې تړاو درلود، خو اوس یې دا برخه په توليداتو او خدماتي مصرف پسې تړل شوې ده.
په چين کې د هر کس د سر منځنيو مصرفي لګښتونو کې خدماتي لګښت په سلو کې له څلوېښتو پورته دی او په دغه هېواد کې د مصرفي جوړښت بدلېدو د نړيوالو تصديو لپاره نوي پرمختیایي فرصتونه برابر کړي دي.