نړۍ باید د افغانستان د وضعیت له بدلون څخه درس واخلي
CRI2023/08/16 10:32:14
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اګست په ۱۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ګردې نړۍ دوه کاله وړاندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو چټکه وتنه او ګډوډ‌ حالات وليدل او دا ترې ثابته شوه، چې امریکا په افغانستان کې په سیاسي او نظامي چارو او د ترهګرۍ ضد مبارزې کې ناکامه شوه او دا يې هم نړۍ ته څرګنده کړه، چې په نورو هېوادونو کې نظامي لاسوهنې، سیاسي نفوذ او تش په نوم ډیموکراتیک بدلون به هرومرو ناکاميږي.

ښاغلي وانګ ون بین ویلي، چې  نړۍ باید د افغانستان د وضعیت له بدلون څخه درس زده کړي.

نوموړي ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ګاونډيو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو په ملاتړ د افغانستان وضعیت ارام شوی او په وينا يې، د افغانستان لنډمهالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د اقتصادي سمسورتيا، د وګړیو ژوند د تضمین، د نشه يي موادو د مخنیوي، د فساد ضد مبارزې او ټولنیز وضعیت د ثابتولو لپاره یو لړ عملي تدبیرونه نیولي او نړیواله ټولنه يې باید چارې عادلانه وارزوي.

نوموړي زياته کړې، چې نړیواله ټولنه په تمه ده، چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو، د ښځو او لږکیو قومونو د قانوني حقونو د ساتنې په برخو کې ښه پرمختګ وشي.

وانګ ون بين هيله ښودلې، چې د افغانستان لنډمهالی حکومت به د خپلو خلکو او د نړیوالې ټولنې امیدونو د پوره کولو لپاره فعال ګامونه پورته کړي.

 (هیله)