د چين دفاع وزير لي شانګ فو د مسکو نړيوالې امنيتي غونډې کې ګډون وکړ
CMG2023/08/16 10:15:31
شريکول:

د مسکو يوولسمه نړيواله امنيتي غونډه د اګست په ۱۵ مې نېټې په مسکو کې ترسره شوه او د چين د دولتي شورا غړي او دفاع وزير لي شانګ فو هم پکې ګډون کړی و..

لي شانګ فو يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پینګ څه موده وړاندې د نړيوال امنيت وړانديز وکړ او د نړيوالې ټولنې له هرکلي سره مخ شو. چين غواړي له نورو هېوادونو سره يو ځای ياد وړانديز عملي کړي او پاشلې نړۍ ته  ثابته او مثبته انرژي ورکړي.

نوموړي په وينا کې د تایوان مسئلې ته هم اشاره کړې او دا يې د چين کورنۍ چاره بللې ده او په وينا يې، ټول چيني ملت به هرو مرو متحد کيږي.

لي شانګ فو د غونډې په څنډې کې له خپل روسي سيال سیرګي شويګو سره هم ليدلي او د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو په اړه يې ورسره د نظريو تبادله کړې او دغه راز د ايران ، سعودي ، قزاقستان او ويتنام د دفاعي چارو له چارواکو او پوځي مشرانو سره يې هم دوه اړخيزې غونډې ترسره کړې دي.