چین: جاپان باید په عمل کې له میليټریزم سره پرېکون وکړي
CRI2023/08/16 15:15:31
شريکول:

د جاپان لومړي وزیر فومیو کشيدا د اګست په ۱۵مې نېټې یاسوکوني لانجمن معبد ته تللی او هلته يې د قربانۍ شخصي پیسې ورکړې دي او په ورته وخت کې د دغه هېواد د کابینې غړې تکیچي سینای هم یاد معبد ته تللې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته په وينا کې پر جاپان غږ کړی، چې له تاريخ څخه جدي عبرت واخلي، د سوله يیز پرمختګ پر لارې دې ګامونه پورته کړي او له میليټریزم سره دې په عمل کې پرېکون وکړي او په اسیايي ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې کې دې خپل اعتبار وساتي.

(هیله)