پولنډ پراخ پوځي رسم ګذشت تر سره کړی
CMG2023/08/16 14:20:49
شريکول:

پولنډ د اګست د ۱۵مې نېټې په ماسپښین، په پلازمېنې وارسا کې ستر پوځي رسم ګذشت تر سره کړی دی. 

پولنډ کې د اګست ۱۵مه نېټه د دغه هېواد د پوځ ملي ورځ ده.

بهرنيو خبري رسنيو ويلي، چې دا په تېرو څو لسیزو کې د پولنډ تر ټولو پراخ پوځي رسم ګذشت دی، چې پکې يې د ځواکونو د بېلا بېلو ادارو عصري پوځي وسايل نندارې ته وړاندې شوي دي.

په دغه رسم ګذشت کې څه دپاسه ۲۰۰۰ سرتیرو ګډون کړی و او څه باندې ۲۰۰ پوځي تجهیزات پکې نندارې ته ښودل شوي دي.

پولنډ په دغه پوځي رسم ګذشت کې د پیټریوټ هوایي دفاع سیسټم، لیوپارډ 2 اصلي جنګي ټانکونه، د کوریا جمهوريت جوړ K2 ټانکونه، ابرامس ټانکونه او K9 " تندر" خودکار هویتزر او نور تجهیزات نندارې ته وړاندې کړي دي.

سربيره پر دې، د پولنډ په دغه رسم ګذشت کې د FA-50، F-16، Bayraktar TB2 بې پيلوټه الوتکو او AH-64 اپاچي چورلکو په ګډون ۹۲ الوتکو هوایي مظاهرې هم ترسره کړي دي.

(ژباړه: شکريه)