د چين د پټلۍ شرکت د کونمينګ څانګې د اګست په ۱۷مې نېټې خبر ورکړی، د چين او لاوس اړوندې څانګې د لوړ معيار، دوامدار پرمختګ او خلکو ته د ګټې رسولو پر اصولو يوه انکشافي، نيکمرغي او دوستانه کرښه جوړه کړې ده.
د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر له درېيمې نېټې يعنې د دواړو هېوادونو تر منځ د اورګاډو له پرانيستلو راهيسې، د چين-لاوس اورګاډو ټولټال ۲۰ ميليونه ۹۰ زره مسافرین لېږدولي دي، چې په کورنيو برخه کې يې ۱۷.۰۹ او په بهرنۍ برخه کې يې ۳ ميليونه مسافرين شامل وو.
د چين ـ لاوس اورګاډي دغې کرښې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز او د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره نوي خدمتونه کړي دي.
(ژباړه: شکريه)