د چين او جنوبي اسيا ۵ ورځنی اووم نندارتون د اګست په ۱۶مې نېټې د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې پرانيستل شو.
په دغه نندارتون کې د نړۍ د ۸۵ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو استازو او له ۳۰ زرو زیاتو تصدیو په انلاین او افلاین بڼه ګډون کړی دی.
د دغه نندارتون پراخوالی ۱۵۰ زره مربع متره دی او منځپانګه يې په يووالي، همکارۍ او ګډ پرمختګ ورټوله ده.
د چين او جنوبي اسيا نندارتون د چین، جنوبي اسيا او جنوب ختيځې اسيا ترمنځ د څو اړخيزو ډيپلوماسيو، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او د کلتوري تبادلې لپاره يو مهم ډګر ګرځېدلی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې، په ٢٠١٣م کال کې يعنې د دغه نندارتون په لومړۍ دوره کې، د چين او جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ عمومي سوداګریز حجم له سلو ميليارډو امريکايي ډالرو څخه کم و، خو په ۲۰۲۲م کال کې دغه حجم ۱۹۷،۴ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د کلنۍ ودې منځنۍ کچه يې ۸،۳ سلنه ده.