بې ځايه تورونه او بندیزونه د چين د بازار جذب او روحیه نشي ګواښلی
CMG2023/08/17 14:58:05
شريکول:

د امريکا ولسمشر جوبايډن په دې وروستيو کې د سياسي پانګو د راټولولو په يوه فعاليت کې وويل، چې د اقتصادي پرمختګ ټيټوالی او کمزورتيا د چين لپاره ساعتي بم دی. سپينې ماڼۍ له دې څخه يوه ورځ مخکې د یوه حکم په خپرولو سره په بهر کې د پانګونې د نظارت ميکانيزم جوړ کړی او د سيميکنډاکټر (semiconductor) په شمول د چين د لوړې ټېکنالوژۍ په برخه کې يې د امريکايي سوداګرو او تصديو پر پانګونې بنديز لګولی دی.

امريکا په مکرر ډول د چين د اقتصاد په اړه منفي او بدبينه نظريې خپرې کړې او په عين وخت کې يې د چين په چټک پرمختګ د وېرېدو له امله په پر له پسې توګه د چين پر ضد ګامونه پورته کړي دي. د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د امريکا بد نيت ټولو ته په ډاګه شوی دی. د امريکا دغه بې ځايه تورونه او اقدامات نړيوالو پانګه اچوونکو ته د چين د بازار جذب او روحیه نه شي بدلولی.

د جرمني اونيزې مجلې فوکس (Focus) خبر ورکړی، چې که څه هم جوبایډن پر چين يو پر بل بنديزونه اعلان کړي، خو لوېديځ اقتصاد په خپلو اصولو وفادار پاتې دی. اروپايي اقتصاد د امريکا له سياسي لارښوونکې تګلارې سره د پرېکون په هڅه کې دی، نه دا چې د امريکا د غوښتنې له مخې له چين سره د اړيکو پرېکون غواړي.

په تېرو څو کلونو کې په نړۍ کې د ځاني سوداګرۍ د ساتونکې تګلارې يا پروټېکشنيزم او کرونا وبا د خپرېدو په شمول د منفي شرايطو پر وړاندې، د چين بازار هېڅکله نړيوال پانګه اچوونکي مايوس کړي نه دي. د دغه هېواد د بهرنيو اسعارو ملي ادارې د شمېرنې له مخې، له تېرو پنځو کلونو راهيسې په چين کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې د ګټو درجه نهه اعشاريه يو سلنې ته رسېدلې، چې دغه رقم د اروپا او امريکا د درجې يانې درې سلنې په پرتله ډېر لوړ دی او هم د نورو تازه څرګندوونکو اقتصادونو په پرتله زيات دی. د بېلابېلو مشهورو پولي سازمانونو د اټکل له مخې، سږ کال به د چين اقتصاد ټاکلې موخې ته ورسېږي، چې دا د بهرنيو پانګو لپاره ښه خبر بلل کېږي.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د ډېرو پرمختللو هېوادونو د پانګونې د زياتوالي انډول له لس سلنې څخه حتی له يو چند څخه لوړ ساتل شوی، چې له دې جملې څخه په چين کې د فرانسې، برېټانيې، جاپان او جرمني د پانګونې اندازه په جلا جلا توګه ۱۷۳ اعشاريه ۳ سلنه، ۱۳۵ اعشاريه ۳ سلنه، ۵۳ سلنه او ۱۴ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.    

په چين کې د پانګونې له لارې د لوړو ګټو د ګټلو بېلګې کمې نه دي. د امريکا مخکښ او مشهور پانګه اچوونکی وارن بافټ په مشرۍ د بيرکشير هاساوي په نوم تصدۍ له ۲۰۰۸م کال څخه د چين په بي وای ډي (BYD) تصدۍ کې پانګونې ته دوام درلودلی او ترې يې د پانګونې نژدې ۳۰ چنده ګټې تر لاسه کړې دي.

د چين بازار د پراخې پيمانې، بشپړو بنسټيزو تاسيساتو، لا ښه سوداګريز چاپېريال او د ورخلاصون د پياوړې کېدونکې تګلارې پر مټ د نړيوالو سوداګرو د سياليو صحنه او هم د نويو ټېکنالوژيو او نویو موډلونو د جوړونې، ازموينې او نندارې ډګر او د نوښت سرچينه ګرځېدلې ده.

د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د بهرنيو پانګو پر مټ د تازه جوړو شويو تصديو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی ښيي. د لوړې ټېکنالوژۍ په صنعتي چارو کې د بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول ۷ اعشاريه ۹ سلنې ته رسېدلی.

د چين بازار د حاصلخېزې ځمکې په شان پانګوالو ته ښه حاصلات په لاس ورکوي، همدارنګه چین لرې نظر لري او د اوږمهالي چارو ارزښت او د ګټو انډول ته په درنه سترګه ګوري. په چين کې د کاروبار پرمختګ د امريکا په شمول د بېلابېلو هېوادونو له ګټو سره سمون لري.

هرڅومره چې امريکايي سياستوالو د چيني اقتصاد په اړه منفي نظريې خپرې کړې او د چين په بازار د بهرنيو پانګه اچوونکو د باور د کمزورولو لپاره يې هڅې کړې، هغه حقيقت نه شي بدلولی، چې چين غني سرچينې، د ورخلاصون ټينګ هوډ او غوره تګلارې لري. د چين د اقتصادي پرمختګ بهير د بې بنسټه تورونو د ماتولو او له نړۍ سره د ګټو او ګډ برخليک د شريکولو بهير دی.