په شينجيانګ کې د اسیا او اروپا د سوداګرۍ نندارتون پرانيستل شو
CMG2023/08/17 15:16:29
شريکول:

د ۲۰۲۳ کال د اسیا او اروپا د سوداګرۍ نندارتون د اګست په ۱۷ مې نېټې د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سيمې په مرکز اورومچي ښار کې پرانيستل شو.

په دغه نندارتون کې د روسيې، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، پاکستان، مغولستان او افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو تصديو ګډون کړی او د ګډون کوونکو شمېر يې د دغه نندارتون د تېرو دورو تر شمېر زیات ښودل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون ۷۰ زره متره مربع پراخوالی لري، چې پيمانه يې د دغه نندارتون په تاریخ کې تر ټولو لويه ده او دغه راز په سږني نندارتون کې څه باندې ۱۳۰۰ بهرنۍ او چيني تصدۍ ګډون لري، چې ۱۲۰ يې په نړۍ او چين کې د ډېرو پرمختللو او پياوړي تصديو په سرليکه کې شمېرل کيږي.

دغه نندارتون به د اګست په ۲۱ مې نېټې پای ته ورسيږي.