د چین پوسټ دولتي ادارې د اګست په ۱۶مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۷ مياشتو کې په دغه هېواد کې د پوسټ له لارې ۸۷،۳۷ ميليارډه بستې لېږدول شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٢.٨ سلنه زياتوالى ښيي.
خبر وايي، چې په ياد شمېر کې د چټک پوسټ له لارې ۷۰،۳ ميليارډه بستې لېږدول شوي، او دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵،۵ سلنه زیاتوالی لري.
د روان کال په تېرو ۷ مياشتو کې د چین د ښارونو په دننه کې د چټک پوسټ له لارې ۷،۲۶ ميليارډه بستې لېږدول شوي، دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰،۷ سلنه کموالی ښيي او د ښارونو ترمنځ د چټک پوسټ له لارې ۶۱،۴۳ ميليارډه بستې لېږدول شوي، چې دغه شمېر ۱۷ سلنه زياتوالى لري.
د چین پوسټ ادارې ويلي، چې د روان کال په تېرو ۷ میاشتو کې يې د چټک پوسټ له لارې ۶۴۹ ميليارډه او ۵۳۰ ميليونه يوانه عوايد ترلاسه کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰،۵ سلنه زیاتوالی ښيي.