بېجینګ: د چین اټومي وسلې د تسلط لپاره نه دي
CMG2023/08/17 10:01:55
شريکول:

په ویانا کې د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون د ۱۱مې څېړنیزې غونډې د چمتووالي لومړۍ غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه د جولای په ۳۱مې نېټې پېل شوه او د اګست تر ۱۱مې نېټې پورې يې دوام وکړ او  څرګنديږي، چې د یاد تړون نوی څېړنيز پړاو پیل شوی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د روانې میاشتې په ۱۶مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې اوسمهال د نړۍ امنيتي چاپېريال د پيچلو بدلونونو په حال کې دی او د لویو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې امنيتي سيالۍ لا پسې سختې شوې دي.

د وانګ ون بين په وينا، په یادې غونډې کې ټولو ښکیلو خواوو د اټومي وسلو د نه خپریدو تړون د تطبیق په اړه هراړخیزې او ژورې خبرې کړې دي او په خبره يې، د غونډې د ګډونوالو ترمنځ اختلافونه موجود وو، خو ټولو د دې تړون د میکانیزم د ساتلو هیلې څرګندې کړې دي.

 چين د اټومي وسلو د لومړي استعمال د نه کارولو پر تګلارې ټينګار کوي او د اټومي وسلو درلودل يې د تسلط د ترلاسه کولو په مانا نه، بلکې يوازې د اټومي جګړې د مخنيوي لپاره دي.