چین لا هم د نړیوال اقتصاد مهم هڅونکی ماشین دی
CRI2023/08/17 10:43:10
شريکول:

 ځينو لوېديځو سیاستوالو او رسنیو په دې وروستیو کې ويلي، چې د چین د اقتصادي زیاتوالي د سرعت د ورو کېدو له امله ښايي د نړیوال اقتصاد پرمختګ تر ګواښ لاندې راشي او ټکنی يې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اګست په ۱۶مې نېټې په یوې خبري ناستې کې د لوېديځو رسنيو یاده څرګندونه له واقعیت سره په ټکر کې بللې ده.

نوموړي د چین اقتصاد د دوامدار عادي کېدو په حال کې بللی او دا یې د نړیوال اقتصاد د پرمختګ مهم ماشین ياد کړی دی.

وانګ ون بین ویلي، د سږ کال په لومړۍ نیمايي کې د چین د کورني تولید عمومي ارزښت 5.5 سلنه زیات شوی، چې دا د امریکې د اقتصادي زیاتوالي سرعت په نسبت 3 سلنه زیات دی

نړیوال وجهي صندوق په تېرې جولای کې د نړیوال اقتصاد د وړاندوینې تازه راپور خپور کړی، چې له مخې به يې سږ کال د چین اقتصادي زیاتوالی 5.2 سلنې ته ورسېږي او د نړیوال اقتصاد په پرمختګ کې به یو پر درېیمه برخه خدمتونه وکړي.

 (هیله)