د چين او هند د لوړ پوړو پوځي قومندانانو د خبرو اترو ۱۹م پړاو د اګست له ۱۳مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې په هند کې ترسره شو.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۱۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د نوموړو خبرو اترو په دغه پړاو کې د پرمختګ مثبته ارزونه کوي.
وانګ ون بین ویلي، دواړو خواوو په روښانه، عملي او مثبته فضا کې د چین او هند د پولې په لوېدیځه برخه کې د پاتې مسئلو د حل په اړه فعالې، ژورې او رغنده خبرې اترې ترسره کړې دي.
دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ګډې لارښوونې لاندې، موافقه کړې، چې د پوځي او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې به خپلمنځي ډیالوګ ته دوام ورکړي او ډېر ژر به پاتې مسئلې حل کړي.
دواړو خواوو د خبرو اترو په ترڅ کې هوکړه کړې، چې د چین او هند په پوله کې به سوله او ارامي ساتي.