د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو دفتر رئيس وانګ يي د اګست په ۱۶مې نېټې په کون مينګ ښار کې په جلا جلا توګه د سريلانکا له صدراعظم دينيش ګوناوردنا، د لاوس د دولت له مرستيالې رئيسې پاني ياتوتو، د نيپال له مرستيال ولسمشر رام باران ياداو او د ويتنام له مرستيال صدراعظم تران ليو کوانګ سره کتلي دي.
د سريلانکا صدراعظم دينيش ګوناوردنا د خپل هېواد د خپلواکۍ، حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې د چين له ټينګ ملاتړ او په ستونزمنو وختونو کې د چين له ځواکمنې مرستې مننه کړې ده.
نوموړي ويلي، چې سريلانکا به له چين سره د رئيس شي جين پينګ يو لړ مهمې نړيوالې غوښتنې پلې کړي او په وينا يې، هېواد يې د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د چين همکاريو ته په درنه سترګه ګوري.
د لاوس د دولت مرستيالې رئيسې پاني ياتوتو په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد يې غواړي، له چين سره سياسي اعتماد ژور کړي، د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې او سيلانۍ په برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ پياوړې او د لاوس او چين د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.
د نيپال مرستيال ولسمشر رام باران ياداو ويلي، چې هېواد يې په بهرني سیاست کې تل چين ته لومړيتوب ورکړی او د یو چین د پېژندنې تګلارې ته به دوام ورکړي او هیڅ ځواک ته به اجازه ور نه کړي، چې د چین ضد فعالیتونو لپاره د نیپال خاوره وکاروي.
د ويتنام مرستيال صدراعظم تران ليو کوانګ ويلي، چې له چين سره د اړيکو پرمختګ يې د هېواد د بهرني سياست په لومړيتوبونو کې دی.
(ژباړه: شکريه)