چین: په اوکراین کې د سولې بيا ټینګښت خبرو اترو ته اړتيا لري
CMG2023/08/18 13:45:37
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د اګست په ١٧مې نېټې د امنيت شورا په يوې غونډې کې اوکراين ته د وسلو ورکولو په اړه وويل، چې امنيت شورا څو ځلې اوکراين ته د وسلو ورکولو پر موضوع غور کړی دی. چين د جګړې ډګر ته د وسلو دوامدار پرېښودلو د جدي پايلو په اړه هم څو ځلې اندېښنه څرګنده کړې ده.

ګنګ شوانګ وويل، چې په اوکراين کې د سولې بيا ټينګښت خبرو اترو ته اړتيا لري او په وينا يې، زياتو هېوادونو له يو څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې د سولې غوښتنه کړې ده.

نوموړي هيله ښودلې، چې د اوکراين د جنګ ښکېلې خواوې د نړيوالې ټولنې غوښتنې ته ځواب ووايي، سړه سېنه وساتي، اجماع رامنځته کړي او په تدريجي ډول د اوکراين بحران د حل لپاره شرايط برابر کړي.