د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاندې هوا چون ينګ خبر ورکړی، چې د جنوبي افريقا د ولسمشر رمافوسا په بلنې به د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اګست له ۲۱ مې نېټې څخه تر ۲۴ مې نېټې پورې د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۵ مې غونډې کې ګډون او له دغه هېواد څخه به رسمي لېدنه وکړي.
نوموړی به د دې سفر پر مهال له رمافوسا سره په ګډه د چين او افريقا د مشرانو ډيالوګ مشري وکړي.