راپورونه وايي، چې د لاتونيا د ائتلافي حکومت په دننه کې د نظريو د توپيرونو له امله د دغه هېواد صدراعظم کلينس اړ شوی، چې خپلې دندې ته استعفا ورکړي.
خبر وايي، چې صدراعظم کلينس د اګست په ۱۷مې نېټې ولسمشر ايډګارس رينکويکس ته استعفاليک ليږلی دی.
د نوموړي له استعفا سره هممهاله د دې هېواد د کابېنې غړي هم مستعفي شوي دي.
د لاتونيا ولسمشر ايډګارس ريکويکس یوې خبري ناستې ته ويلي، چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې له پارلماني ګوندونو سره سلا مشورې وکړي او نوی صدراعظم به وټاکي.
د لاتونيا اوسنی ائتلافي حکومت د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې جوړ شو.