د اسرائیل دفاع وزارت د اګست په ۱۷مې نېټې خبر ورکړی، چې واشنګټن اسرائیل ته اجازه ورکړې، چې پر جرمني د ۳،۵ میلیارډو ډالرو په ارزښت د Arrow-۳ په نوم د توغندي ضد سیسټم وپلوري.
دا به د اسرائیل په تاریخ کې تر ټولو لویه اندازه د نظامي تجهیزاتو پلورنه وي.
د مالوماتو له مخې، دغه سیسټم د اسرائیل او امریکې په ګډې څېړنې او ارزونې جوړ شوی دی. جرمني به د یاد سیسټم د اخیستلو لپاره اسرائيلو ته په لومړي ګام کې ۶۰۰ میلیونه ډالره ورکړي.
د اسرائیل او جرمني دفاع وزارتونه او د اسرائیل د هوايي چلند اداره به د سږ کال تر پایه پورې د ياد سیسټم تړون بشپړ او لاسلیک کړي.
(هیله)