د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د خوشې کېدو پېښه بیا رامنځته شوې
CMG2023/08/18 10:15:09
شريکول:


د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین

د جاپان د توکیو برېښنايي شرکت په دې وروستیو کې منلې، چې د فوکوشيما لومړي اټومي سټېشن کې زېرمه شوې ککړې اوبه بیا خوشې شوي او لامل يې د دغو اوبو د لیږدولو د پایپ ماتوالی ښودلی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اګست په ۱۷مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د ایستلو پلان قانوني او خوندي حالت تر شک لاندې راوستلی دی.

نوموړي ويلي، چې د جاپان د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د خوشې کېدو پېښې يو ځل بیا د نړیوالې ټولنې اندېښې راپورته کړي او د توکیو برېښنا شرکت د ادارې توان يې کمزوری او د جاپان د حکومت څار يې بې کاره بللی دی.

وانګ ون بين پر جاپان غږ کړی، چې د نړیوالې ټولنې او خپلو وګړیو اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي او سمندر ته د دغو اوبو د ایستلو پلان دې وپرېږدي.

(هیله)