په امریکا کې د پېړۍ تر ټولو لوی ځنګلي اور به سیاستوال راویښ کړي؟
CMG2023/08/18 14:51:35
شريکول:

 

پر ځايي وخت د اګست تر ۱۷مې نېټې پورې، د امریکې د هاوايي ایالت په ماويي ټاپو کې ځنګلي اور لاهم په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې نه دی شوی. د دې اور له امله سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه کسان لادرکه دي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي .

امریکایانو په دودیزو او ټولنیزو رسنیو کې توند شکایتونه کړي دي.

دا په سلو کلونو کې په امریکا کې د ځنګلي اور تر ټولو خونړۍ پېښه ده. دا څنګه رامنځته شوی؟ د طبیعي شرایطو لاملونه شته، د بېلګې په توګه قوي بادونه، وچ اقلیم او داسې نور. خو تر اوسه پورې ډېر توضیحات افشا شوي چې په تېرو وختونو کې په امریکا کې د ډېرو پېښو په څېر، په ماويي ټاپو کې ځنګلي اور نه یوازې طبیعي ناورین دی، بلکې د انسان لخوا جوړ شوی ناورین هم دی.

په نړۍ کې د یو ستر هېواد په توګه، امریکا پیسې او ټېکنالوژي دواړه لري، خو د ناورین د ژغورنې توان یې په پراخه کچه تر نیوکو لاندې راغلی. په ۲۰۲۱م کال کې په فلوریډا ایالت کې یوه ودانۍ نړېدلې، په ۲۰۲۳م کال کې په اوهایو ایالت کې د اورګاډي د پټېدو پېښه رامنځته شوې، او اوس په ماويي ټاپو کې د ځنګلي اور روان دی، امریکایانو وخت په وخت د خپل هېواد له ژغورنې څخه نا امیدۍ تجربه کړې.

د امریکا رسنیو خبر ورکړ، هاوایي ایالت د عامه خوندیتوب لپاره د لومړنۍ خبرتیا قوي سیسټم لري چې شاوخوا ۴۰۰ د اور الارمونه ځای پر ځای شوي او په کې ۸۰ په ماويي ټاپو کې دي، خو په ماويي ټاپو کې د ځنکلي اور د رامنځته کېدو پر مهال د اور الارمونه کار يې نه دی پيل کړی. خلکو نیوکه وکړه چې حکومت پر وخت د برېښنا د نه بندولو له امله اور سخت شوی دی. د دې ترڅنګ، د یوه ځايي رستورانت مالکې کیلي شیل په ټولنیز رسنۍ کې لیکلي چې ماويي ټاپو له ځايي پوځ څخه یوازې ۱۰۰ کیلومتره لرې دی، خو له اور لګېدو ۷۲ ساعته وروسته د امریکا سمندري پوځ، طبي بېړۍ، چورلکې او د طبیعي پېښو سره د مقابلې تجهیزات د ناورین سیمې ته ورسېدل.د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په ډاګه کړې، چې له ناورین وروسته د ژغورنې اغېزناک عملیات د امریکا د حکومت له خوا نه، بلکې د ځايي اوسېدونکو له خوا تنظیم شوي دي. له ناورین سره د مرستې کمزوری توان په ډاګه کوي چې امریکايي سیاستوال د عامو خلکو دردونو ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

نه پوهېږو چې دا تصادف دی کنه، مګر په ۲۰۲۱م کال کې، کله چې د امریکا پوځ له کابل څخه وتلی، د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن په رخصتۍ کې و. کله چې په ۲۰۲۳م کال کې ماويي ټاپو په اور کې ښکېل شوی، بایډن هم په رخصتۍ کې دی. کله چې خبریال په ماويي کې د تلفاتو په اړه وپوښتل، هغه وخندل او ځواب یې ورکړ "مالوم نه دی"، کوم چې د خلکو لخوا پراخې نیوکې راپارولې. ګڼو خلکو تور ولګاوه چې د دومره لویو تلفاتو په وړاندې د امریکا ولسمشر څنګه وخندل؟ د فرانسې خبري اژانس د روانې میاشتې په ۱۵مه په ډاګه کړه چې په امریکا کې د یوې پېړۍ په موده کې تر ټولو وژونکي اور د حکومت د بې کفایتۍ په اړه د خلکو غوسه راپارولې ده.

د ابتدايي ارزونې له مخې، په ماویي ټاپو کې د ځنګلي اورونو له امله سلګونه ځایي کورنۍ بې کوره شوي او یوازې د کورونو په برخه کې زیانونه ۶ میلیارډو ډالرو ته رسېدلي دي. اوس په ماویي ټاپو کې د ځنګلي اورونه لاهم خپرېږي. د زیانمن شویو خلکو د دردونو او د نړۍ د سختو نیوکو په وړاندې، ایا امریکایي سیاستوال چې له رخصتۍ څخه راستانه شوي، ویښ شي چې باید په کور دننه له اور سره مبارزې ته توجه وکړي، او خلک له اور څخه وژغوري؟