د ناروې مرکزي بانک د اګست په ۱۷مې نېټې اعلان کړی، چې بانکي سود يې څلور سلنې ته لوړ کړی او په دې سره غواړي، چې په هېواد کې د پيسو پړسوب او د اقتصاد له حده زيات پرمختګ مخه ونيسي.
دا په روان کال کې د ناروې مرکزي بانک څلورم ځل دی، چې په ټول هېواد کې بانکي سود لوړوي.
د ناروې د مرکزي بانک مشر بارک په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته ويلي، چې که څه هم مرکزي بانک د روان کال په درشل کې څو ځلې بانکي سود لوړ کړی، خو لا يې هم د پيسو پړسوب مخه نه ده نيولې.
شمېرې ښيي، چې په ناروې کې د تېرې جولای د مصرف کونکو د بيو ګراف د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه اعشاريه څلور زياتوالی موندلی، چې دغه رقم د مرکزي بانک د ټاکل شوې دوه سلنه موخې په پرتله ډېر لوړ دی.