د چين او جنوبي اسیا اووم نندارتون کې د ۳۳۸ پروژو په اړه تړونونه لاسليک شوي
CMG2023/08/18 10:45:59
شريکول:

د چين او جنوبي اسيا اووم نندارتون او د چين په کون مينګ ښار کې د صادراتي او وارداتي توليداتو د ۲۷مې معاملوي غونډې د اقتصادي همکاريزو پروژو د تړونونو د لاسليکولو مراسم د اګست په ۱۷مه نېټه د يون نان ولايت په کون مينګ ښار کې تر سره شول چې تړونونه يې پر ۳۳۸ پروژو پورې اړه لري او د پانګونو ارزښت به يې ۴۰۴ ميليارډه يوانو ته ورسېږي.

د مالوماتو له مخې، په دغو پروژو کې څلور داسې لویې پروژې هم شته، چې د پانګونو ارزښت يې له لس ميليارډو يوانو څخه پورته ښودل شوی دی.

د يون نان ولايت د پانګونې د پرمخبيولو ادارې د ياد نندارتون په رسمي وېبپاڼې کې د ۱۶۱ مهمو پروژو په اړه هم معلومات ورکړي او موخه يې د پانګونې راجلبول ښودل شوي دي.

دغه پروژې پر عصري کرنې، زرغونې انرژۍ، عصري توليدي چارو او ډيجيټلي اقتصاد پورې اړه لري او عمومي پانګونه يې له ۵۰۰ ميلیارډو يوانو څخه زياته ښودل شوې ده.