د سعودي او ايران د بهرنيو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د اړيکو رغېدل د سيمه يیزې سولې او امنيت لپاره مهم بللي
CMG2023/08/18 09:48:39
شريکول:

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود د اګست په ۱۷ مې نېټې د دغه هېواد په پلازمينه رياض کې له خپل ايراني سيال حسين اميرعبداللهيان سره کتلي دي.

دا له ۲۰۱۶م کال راهيسې، کله چې دواړو هېواودونو خپلمنځي سیاسي اړيکې پرې کړې، سعودي ته د ايران د بهرنيو چارو وزير لومړی سفر دی.

فيصل بن فرحان آل سعود له خپل ايراني سيال سره تر کتنې وروسته يوې ګډې مطبوعاتي غونډې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو رغېدل د سيمې د امنيت لپاره ډېر مهم بللي او هيله يې ښودلې، چې له خپل ايراني سیال سره دوه اړخيزې اړیکې پیاوړې او متقابل باور زیات کړي.

نوموړي د ۲۰۳۰م کال د سعودي د نړیوال نندارتون له کوربتوب څخه د ملاتړ په پار له ايران څخه مننه کې ده.

حسين اميرعبداللهيان په خپلو خبرو کې ويلي، چې د ایران او سعودي ترمنځ اړيکې په سم لوري روانې دي او پرله پسې پرمختګونه کوي. نوموړي په سيمه کې د سعودي رول ستایلی او ويلي يې دي، هېواد به يې له سعودي سره په ګډې همکارۍ د سيمې ستونزې هوارې کړي.