په چين کې د ارجنټاين لوی سفير سابينو واکا نارواجا په ۲۰۲۲م کال کې د چين او ارجنټاين د مشرانو د لېدنې پر مهال د يوې مشهورې چيني سندرې يو بند/پړاکی ولوست، چې مفهوم يې دی، له کمونېست ګوند پرته نوی چين نه جوړېږي.
رئيس شي جين پينګ د دې بيت د اورېدو پرمهال مسکا وکړه.
سفير نارواجا د دغې صحنې د يادولو په ترڅ کې وويل، چې ۷۰ زرو چينايانو د بېجينګ په تیان ان من ميدان کې د چین د کمونيست ګوند د جوړېدو د لسمې کليزې لمانځغونډه کې په ګډه دغه سندره وويله او ما همغه وخت دا سندره واورېده او زده مې کړه او ځکه مې د دې سندرې يو بند/بیت ولوست.
خلکو هغه مهال په ډېرو تودو احساساتو دا سندره وويله او دا له رئيس شي سره د دوی د مينې ښکارندويي کوي او پر ما يې هم ډېر اغېز وکړ.
نوموړی وايي، چې رئيس شي د خلکو په اړتياوو پوهيږي او په وينا يې، زه د چين ډېرو ولایتونو ته تللی یم او هر ځای مې احساس کړې، چې چينايان له رئيس شي سره ډېره مينه لري.