د چين او ډنمارک د بهرنيو چارو وزيرانو خبرې اترې کړې
CMG2023/08/19 12:58:21
شريکول:

د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۸مه په بېجينګ کې د ډنمارک له بهرنيو چارو وزیر لارس لوک راسموسن سره خبرې اترې وکړې.

وانګ يي په یادو خبرو کې  وویل، چې چين او ډنمارک د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې په بېلابېلو برخو کې يو لړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ د دوه اړخيزو همکاريو لپاره ښه زمينه برابروي او د نړيوال وضعيت د ثبات لپاره هم ګټور دی. چين تل اروپا هراړخيز ستراتيژیک ملګری بللی او له اروپا څخه ملاتړ کوي، چې پر ستراتيژيکې خپلواکۍ ټيڼګار کړي او په نړيوالو مسئلو کې لا مهم رول ولوبوي. هغه زياته کړې، چې دواړه خواوې باید د همکاريو له لارې خطر کم کړي او د ګډو ګټو د موندلو او تر لاسه کولو له لارې خطر له منځه  یوسي.  

راسموسن وويل،‌ چې ډنمارک له چين سره د همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅه کوي. هېواد يې له څواړخيزتوب، د اقتصاد له نړیوال کېدو او د اروپا او چين ترمنځ له همکاريو څخه ملاتړ کوي، کوم چې د متقابل پرمختګ لپاره ګټور دی. هغه زياته کړه، چې ډنمارک د يو چين پېژندنې پر پاليسۍ ټينګار لري.

دواړو خواوو د اوکراين مسئلې په اړه هم د نظريو تبادله کړې ده.