د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۸مه له خپلې فرانسوي سيالې کاسېرين کولونا سره ټليفونۍ خبرې وکړې.
وانګ يي په یادو خبرو کې وویل، چې سږکال د چين او فرانسې ترمنځ اړيکې مخ په ښه روانې دي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په اپرېل کې په بريالۍ توګه له چين څخه ليدنه وکړه. د دواړو هېوادونو مشرانو ژورې ستراتيژيکې خبرې کړې او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره پلان يې جوړ کړی. راتلونکی کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۶۰مه کليزه سره برابره وي، د چين او فرانسې د کلتور او سيلانۍ کال او د پاريس د اولمپيک کال هم وي. چين غواړي له فرانسې سره په دې مناسبت د دواړو مشرانو موافقه پلي کړي، په بېلابېلو برخو کې د مختلفو کچو تګ راتګ بيا پيل کړي او د چين او فرانسې ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې پياوړې کړي.
کولونا په چین کې د پېښ شويو سیلابونو په پار خپل صادق تسليت څرګند کړی. هغې زياته کړه، چې فرانسه او اروپا به پر ستراتيژيکې خپلواکۍ ټينګار وکړي، د نړۍ له بېلېدو سره مخالفت وکړي او هيله لري، چې څو قطبي ، برابرې او سوله ييزې نړۍ جوړه کړي. د هغې په خبرو، فرانسه غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټینګېدو د ۶۰مې کليزې په رڼا کې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې کړي.