چين د سږکال په لومړيو اوو مياشتو کې د ۷۶۶ ميليارډو او ۷۱۰ ميليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې راجلب کړې
CMG2023/08/19 13:01:08
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د اګست په ۱۸مه يوه تازه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې، چین د سږکال له جنورۍ څخه تر جولای پورې د ۷۶۶ ميليارډو او ۷۱۰ میلیونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه ټيټوالی ښيي. په دغه هېواد کې د بهرنيو پانګونو د نويو جوړ شويو تصدیو شمېر ۲۸ زرو او ۴۰۶ ته رسېدلی، چې ۳۴ سلنه زياتوالی ښيي.

چین د توليدي صنايعو په برخه کې د ۱۹۶ میليارډو او ۸۵۰ ميلیونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې کارولې، چې ۰ اعشاريه ۱ سلنه زياتوالی ښيي. د لوړ تخنيک د صنايعو په برخه کې کارول شوې بهرنۍ پانګې ۳ اعشاريه ۸ سلنه زياتوالی ښيي، چې پکې د لوړ تخنيک‌ تولیدي صنايعو ۲۵ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښيي.

په چين کې د فرانسې، بريتانيا، کانادا او سويس پانګونې په جلا جلا توګه ۲۱۳ اعشاريه ۷سلنه، ۱۵۹ اعشاريه ۹ سلنه، ۱۱۳ اعشاريه ۳ سلنه او ۶۱ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.